?خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ». "په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي

Scan the qr code to link to this page

حدیث
تشریح
د ژباړو کتنه
د حديث له ګټو څخه
ډلبندیانې
نور
عثمان رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه وفرمایل: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ». "په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي".
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په مسلمانانو کې تر ټولو غوره او د الله جل جلاله په نزد هغه څوک تر ټولو د لوړې مرتبې خاوند دی چې قرآن کریم په تلاوت کولو، حفظولو، ترتیل، پوهېدلو او تفسیر سره زده کړي او نورو ته هغه څه وروښایي چې لده سره له قرآني علومو څخه دي او عمل پرې وکړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قرآن کریم د عزت بیان او دا چې غوره کلام دی؛ ځکه چې د الله جل جلاله کلام دی.
  2. تر ټولو ښه زده کونکی هغه دی چې (د زده کړې تر څنګ یې) نورو ته هم وښایي، نه هغه چې یوازې په خپله زده کړه بسنه وکړي.
  3. د قرآن کریم زده کړه او نورو ته ښوول؛ تلاوت، معنا او احکامو ته شاملیږي.

ډلبندیانې

په بریالیتوب سره ولیږل شو