دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي :...

Scan the qr code to link to this page

حدیث
تشریح
د ژباړو کتنه
د حديث له ګټو څخه
ډلبندیانې
نور
له ابو عبدالرحمن السلمي رحمه الله څخه روايت دی چې فرمايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صحابه کرامو چې مونږ ته به یې قرآن رازده کاوه ویل يې چې دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي : ،چې علم او عمل دواړه مو زده کړل.
حسن - احمد روايت کړی دی

تشریح

صحابه کرامو رضی الله عنهم به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د قرآنکریم لس آیتونه زده کول او تر هغه به یې نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی کې ټول علم نه و زده کړی او عمل به یې پرې نه و کړي، نو علم او عمل دواړه یې سره یو ځای زده کړل.

د حديث له ګټو څخه

  1. د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - فضیلت، او د قرآن کریم زده کړې ته یې لېوالتیا.
  2. د قرآن زده کړه په علم او عمل دواړو سره کیږي، نه یواځې په لوستلو او حفظولو سره.
  3. علم له وینا او عمل څخه وړاندې کیږي.

ډلبندیانې

په بریالیتوب سره ولیږل شو