رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه...

Scan the qr code to link to this page

حدیث
تشریح
د ژباړو کتنه
د حديث له ګټو څخه
ډلبندیانې
نور
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه.
صحيح - ابوداود روايت کړی دی

تشریح

ابن عباس رضي الله عنهما بیانوي چې د قرآن کریم سورتونه به په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلېدل خو هغه به د دوو سورتونو په جلاوالي نه پوهېده چې لومړی سورت په کوم ځای پای ته ورسوي، تر دې چې "بسم الله الرحمن الرحيم"، به پرې نازله شوه، نو پوه به شو چې مخکینی سورت پای ته ورسېده، او دا د نوي سورت پیل دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. په بسمله -بسم الله- سره سورتونه یو له بل څخه جلا کیږي، پرته له الأنفال او التوبه سورتونو څخه.

ډلبندیانې

په بریالیتوب سره ولیږل شو